
د خراسان پوهنتون او د بايس (BAES) ساختماني لابراتوار ترمنځ د عملي ازموينو ترسره کولو تفاهم لیک لاسلیک شو!
دغه تفاهم لیک چې، ټول موارد یې په لاسلیک شوي سند کې واضح دي، د انجينري پوهنځي زدهکوونکو لپاره يو مهم علمي فرصت برابروي، او د ۱۴۰۴ کال د سرطان له دوهمې نېټې څخه تر يو کال پوري اعتبار لري. د دې همکارۍ له لارې به زموږ محصلين وکولای شي چې د بايس لابراتوار د تخنيکي امکاناتو څخه استفاده وکړي او د جغل، خاوري، کانکريټ، اسفالت او فولاد ازموينې له نږدې وڅاري.
د خراسان پوهنتون مشرتابه ژمن دی چې خپلو زدهکوونکو ته واقعي مسلکي زدهکړو زمینه برابره کړي، او دا نوې همکاري او تړون یو بل ګام دی، چې د محصلینو د ښې روزنې په موخه اخیستل کیږي.


