
د ماسټرۍ برنامې محصلینو ته دوه اونیز ورکشاپ ورکول کیږي
د خراسان پوهنتون ماسټرۍ برنامې برحاله او فارغو محصلینو ته د څېړنې په برخه کې او په ځانګړې توګه د موادو (Data) تجزيې او تحلیل اړوند (Data analysis workshop for MBA students) تر عنوان لاندې دوه اونیز ورکشاپ ادامه لري، چې د روانې جون میاشتې په ٢٢مه پیل او د جولای تر ٢مې نېټې به په آنلاین او حضوري ډول دوام لري.
د یادوونې ده، چې خراسان پوهنتون د علمي کچې لوړاوي، د محصلينو ظرفیت لوړوونې او په ځانګړې توک د معياري علمي څېړنو رایجولو لپاره محصلینو ته دا ډول برنامې، سيمينارونه او ورکشاپونه ترتیبوي.
نشراتو مديريت


