
د خراسان پوهنتون امتحاناتو کمېټې غړو د ١٤٠٤ کال پسرلني سمسټرنو نهایي (فاینل) ازموینو له بېلا – بېلو صحنو د دوامداره څار په موخه لېدنه وکړه.
د ازموینو له صحنو د دوامداره څار په خاطر د خراسان پوهنتون د امتحاناتو مرکزي کمېټې په نماینده ګۍ، د خراسان پوهنتون د علمي چارو محترم مرستیال عبيدالله شینواري، د محصلانو چارو محترم معاون صیب محمد ګلاب مومند، د تضمین کیفیت محترم آمر ظاهر صافي او ورسره مل پلاوي د بېلا – بېلو پوهنځیو ١٤٠٤ کال پسرلني سمسټرنو نهایي ازموینو له صحنو لېدنه او ارزیابي وکړه، چې د ازموینو له روڼتیا یې ډاډ ترلاسه کړ.
نشراتو مدیریت


